Tuesday, February 24, 2015

د رحمان بابا شعرونه


ترتيب عابد روغاني

کر د ګلو ګړه چي سيمه دے ګلزار شي
اغزي مه کره په پښو کي به دے خار شي


ترتيب عابد روغاني

عجبه رحمانه زړه دي ده کتو      دے
چي مرګے مه دنيا شته اؤ ته لا خاندي



ترتيب عابد روغاني
انسانيت   سه په   دولت   نه   دے     رحمانه
بت که سرو زرو نه جوړ کړے انسان نه دے



ترتيب عابد روغاني

په راحت کي خو به هر سړي د يار  شي

يار هغه دي چي په سخته کي پکار  شي


ټول خپلوان ترنه تاويکي  چي  امير  وي

چي غريب شي هر سړي ترينه بيزار شي


نو   حقيقي    مينه  هغه  ده   اي  رحمانه

چي مزار سره دي  جوړ  مزار د  يار  شي



ترتيب : عابد روغاني


ژوندے   زان   په   زمکه   ښخ که لکه تخم


که   لوي   غواړي د   خاورو   په   مقام شه






ترتيب : عابد روغاني

زه رحمان اول فقر بيا بادشاه شوم

زه بادشاه د فقرانو  په  دعا  شوم






ترتيب: عابد روغاني

خپل پردي په کښي معلوم شي اے رحمانه

کله   کله د   غمونو     باران   ښه  وي






ترتيب: عابد روغاني


زه رحمان اول فقر بيا بادشاه شوم

زه  بادشاه ده  فقرانو په دعا شوم







ترتيب: عابد روغاني




په راحت کي خو به هر سړي د يار  شي

يار هغه دي چي په سخته کي پکار  شي


ټول خپلوان ترنه تاويکي  چي  امير  وي

چي غريب شي هر سړي ترينه بيزار شي


نو   حقيقي    مينه  هغه  ده   اي  رحمانه

چي مزار سره دي  جوړ  مزار د  يار  شي







ترتيب: عابد روغاني


چه   د   زان   سره   اعمال   قبر   ته يوړو

چه   د   زان   سره   خپل   مال قبر ته يوړو

تخت   او تاج د   شاجهان   نه   شولو پاتي

د  دولت   نه   يي   ګنکال  قبر  ته    يوړو

دا د ګل غوندي مخونه به پنه شي اے رحمانه

مرګ    يوسف    غوندي   جمال قبر ته يوړو




ترتيب: عابد روغاني



ژوندے   زان   په   زمکه   ښخ که لکه تخم


که   لوي   غواړي د   خاورو   په   مقام شه






ترتيب: عابد روغاني

بادشاهي   د   ګدايانو  په   دعا   شي

زه رحمان ځکه بادشاه شوم چي ګدا شوم





ترتيب: عابد روغاني

هر ژوندي چي د مرده په قبر ورشي

بس دي همره نصيحت   په   دا دنيا








ترتيب: عابد روغاني


روښنايي په هغو زړونو دا حرامه

چي پري کيني ګرد غبار د دي دنيا






ترتيب: عابد روغاني

سوک په  مينه  کښي  کړيکي   او  جړيکي

سوک د يار په سنګ کښي خاندي خوشاليګي

د چه ټول عمر ارمان  ارمان کښي  تير  شي

د  چه  زړه  کښي  ارمانونه    ټول  جړيګي

سوک   ګلونو  پسے  ګرزي  نه  يے  مومي

د   چه   غيګه   کښي   ګلونه   نه   زېګئ

زه   رحمان  چي د جانان   سترګو  ته ګورم

ده   زړه    باغ   کښي  مے ګلونه راټګيګي




ترتيب: عابد روغاني

د رحمان وينا به  هله  در په   ياد  شي

چي دي يو ديوال ته مخ بل ته د شا شي




ترتيب: عابد روغاني

مسا فره  يو  تصوير راله تيار   که

توري زلفي يي په مخ قطار قطار که

دا تصوير چي مي تيار کله د يار شي

مه رحمان ورته خپو کښي راګزار که




ترتيب: عابد روغاني

زه رحمان قيامت ته زکه خوشحليګم

په ديدن چي د جانان ټکور ټکور شم





ترتيب: عابد روغاني

دنيا کښت د آخرت دي ، دا   خبره   ده   رښتيا
ولي مرد پکي هغه وي ، چي سخي وي هم پارسا
په دنيا کي بدي نشته    ،   که بدي نه وي  له ته
په دنيا کي خطا نشته    ،    که له ته نه وي خطا
دنيا بحر دي بهيږي      ،        آيني غوندي صفا





ترتيب: عابد روغاني

نه دي فر‌‌ض د خداي ادا کړو نه سنت د پيغمبر

نه دي مرګ په زړه ياديږي نه خواري د محشر





ترتيب: عابد روغاني

 کوهي مه کنه د بل سړي په لار کښي
چري ستا به د کوهي په غاړه لار شي




ترتيب: عابد روغاني


چي قدم يي په آسمان ِايښود له نازه

هغه هسي ناز پرور زير زمين شو



ترتيب: عابد روغاني

عشق څه هسي علم نه دي
چي حاصل شي له  مکتبه
مکتب حال د مذهب  وايي

عشق سيوا دي له   مذهبه




ترتيب: عابد روغاني


په نامه دهغه خدای مې دا بیان دی              چې یو نوم یې په نومونو کې سبحان دی
هم بادشاه دی دجمله ؤ بادشاهانو                  هم د هر یوه سلطان په سر سلطان دی
هغه کار چې و هر چا وته مشکل وي              هغه کار واړه     و ده  و ته آسان وي
څوک آفتاب شي په آسمان راخیږولی                 ده آفتاب راخیږولی    په آسمان دی
څوک دنمر په مخ حجاب شي غوړولی            ده پټ کړی نمر په   ابر کې پنهان دی
څوک په شپه کې شي مهتاب پیدا کولی          ده په شپه کې پیدا کړی     ماه تابان دی
څوک یو څاڅکی پریستی شي له آسمانه         نزول کړی ده په مونږ باندې باران دی
څوک شي روح ننویستی په یوه ماشي           ژوندی کړی ده په روح تمام جهان دی